Asset 1SWN

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه جوړه شوه

photo_2022-11-16_11-52-57-pxsq19sfxtqd3iont0eqcw2j71rloz1rs04hjmm4qw (1)

د افغانستان اوسنیو ستونزو او ننګونو ته د حل‌لارې موندلو په موخه د مسکو فارمټ غونډه نن د روسیې په پلازمېنې کې جوړه شوه.

د راپورونو پر بنسټ، د روسیې، چین، پاکستان، ایران، هند، قرغېزستان، اوزبکستان، تاجکستان، قزاقستان او ترکمنستان استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و او د قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او ترکیې استازي بیا د مېلمنو په توګه وربلل شوي وو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې یاده غونډه د افغانستان ستونزو ته د حل‌لارې موندلو لپاره د سیمې هېوادونو د ګډ لیدلوري ترلاسه کولو په موخه جوړه شوې ده.

د نوموړي په وینا، ټول ګډونوال هېوادونه به د همدې غونډې د هوکړې پر بنسټ، په جلا جلا توګه له افغان چارواکو سره خبرې اترې کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي یوه شیاوونګ بیا دې غونډه کې غوښتنه کړې چې د امریکا متحده ایالات باید د افغانستان کنګل شوې شتمني ور پرېږدي.

روسیې که څه هم تېر کال د مسکو فارمټ غونډې ته د اسلامي امارت چارواکي هم وربللي وو، خو سږ کال یې په‌کې د ګډون بلنه نه وه ورکړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د مسکو فارمټ غونډې ته د اسلامي امارت د استازي نه وربللو لامل د هغوی له لوري د ټول‌ګډونه حکومت نه جوړېدل په ګوته کړي دي.

خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت بیا د افغانستان له استازي پرته د مسکو غونډې جوړېدل بې‌ګټې بللي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام