ټاکل شوې سبا په مسکو کې د افغانستان په اړه نړیواله غونډه جوړه شي. د روسیې، چین، پاکستان او هند استازي به سبا چهارشنبه په دې غونډه کې د طالبانو د رییس‌الوزرا د دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري له افغان پلاوي سره وګوري.

د راپورونو له مخې، یاد لوري نن هم د افغانستان په اړه حاشیوي بحثونه کوي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د مسکو ناستې په څنډه کې به هڅه وشي چې د افغانستان د بدلونونو په اړه یوې ګډې هوکړې ته ورسېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

روسیې څه موده مخکې اعلان وکړ چې د افغانستان په اړه به د یوې غونډې کوربه‌توب وکړي. دوه ورځې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شول چې دې غونډې ته پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د ملي روغې جوړې شورا پخوانی رییس عبدالله عبدالله هم وربلل شوي، خو په کابل کې د روسیې سفارت هغوی ته د بلنې ورکول رد کړل.

د افغانستان په اړه د مسکو جوړېدونکې غونډې ته امریکا هم ور بلل شوې وه، خو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېټ پرایس بېګاه وویل چې امریکايي استازي به په یاده ناسته کې ګډون ونه کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بله‌خوا طالبانو ویلي چې پلاوی یې د مسکو ناستې ته له هراړخیزې او منظمې اجندا او غوښتنو سره ورغلی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام