کله چې کابل پوهنتون ته دننه کېږو، هرې خوا ته د چوپتیا سیوری غوړېدلی. له خبریالانو، امنیتي ځواکونو او د پوهنتون له ساتونکيو پرته هېڅ محصل پوهنتون کې نه لیدل کېږي.

تېره ورځ شاوخوا ۱۱ بجې ۳ ترهګر کابل پوهنتون ته دننه شول او د حقوقي زده‌کړو د ملي مرکز پر ودانۍ یې برید وکړ.

سره له دې چې پر کابل پوهنتون د برید له پای ته رسېدو یوه شپه او ورځ اوړي، خو اوس هم د وینې، غوښې او د باروتو بوی د انسان روح ځوروي.

ماتې ښيښې، په وینو لړل شوې پاڼې، شلېدلي او سوځېدلي کتابونه، کتابچې او قلمونه سر غونډ شوي چې تفکیک یې ستونزمن دی.

پر کابل پوهنتون د تېرې ورځې برید ۶ ساعته دوام وکړ.

د عیني شاهدانو په وینا، ۳ ترهګرو د ادارې او پالیسۍ پوهنځي پر محصلانو چې په زده‌کړو بوخت وو، برید وکړ.

د ادارې او پالیسۍ پوهنځي د څلورم کال محصل نصرت الله وايي، لومړی یې چې کله د ډزو غږ واورېد فکر یې کاوه چې د محصلانو ترمنځ نښته شوې؛ خو د ډزو غږونه ورو ورو ورنږدې کېدل.

دوی د کړکیو خواته منډه کړې، ترڅو جالۍ وشلوي، خو همدغه وخت کې دروازه پرانيستل کېږی او یو کس چې نظامي جامې يې پر تن دي، ټولګي ته دننه کېږي.

د نصرت په وینا، ترهګرو په ټولو محصلانو ډزې وکړې او له یوه ۳۴ کسیز ټولګي څخه یوازې ۲ کسانو زیان نه دی لیدلی او پاتې نور ټول ټپي او وژل شوي دي.

نوموړی وايي، هغه کسان چې لومړۍ او دویمه ليکه کې وو، ټول ووژل شول او له لومړۍ ليکې څخه یوازې دی ژوندی پاتې دی.

د نصرت چې له سترګو  اوښکې بهېدې ويل، وروسته له دې چې لومړی منزل له ترهګرو څخه پاک شو، نور له ټولګي څخه ووتل؛ خو ۱۵ ټولګیوال یې اصلأ له ځایونو پورته نه شول، ځکه نوره یې ساه نه‌شوای اخیستی.

د کابل پوهنتون بل محصل محمد مسیح وايي، له نیمايي زیات ټولګیوال یې د سترګو پر وړاندې ووژل شول.

مسيح وايي، درس یې لوسته چې دوه کسان یې ټولګي ته وردننه شوي او پر محصلانو یې ډزې پیل کړې.

نوموړی ځان پر ځمکه غورځوي او یوازې په پښه یوه مرمۍ لګېږي؛ خو داسې ښيي چې مړ شوی دی، ځکه پوهېده که ترهګر پوه شي چې دی نه دی مړ شوی، نورې ډزې هم پرې کوي او وبه یې وژني.

د مسیح په وینا، څه باندې دوه ساعته چې ترهګر لا په لومړي منزل کې وو، هغه پرته له حرکته په ځمکه پروت وو، د باروتو او دودو بوی دومره ډېر وو، چې ساه اخیستل یې ورته ستونزمن کړي وو.

دی وايي، د ترهګرو څېره او لباس یې نه دي لیدلي؛ ځکه هغوی همدا چې ټولګي ته دننه شول په محصلانو یې ډزې پیل کړې.

د پېښې بل عیني شاهد او د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي د اووم سمستر محصل حسیب الله احمدزی وايي، دوه وسله‌وال کسان یې لیدلي چې د ودانۍ له شا لوري دننه شول او وروسته یې ډزې پیل کړې.

د حسیب‌الله په وینا، خونه کې دوه استادان وو چې د هغه په دننه کېدو سره یې دروازه بنده کړه او هڅه یې کوله، چې المارۍ دروازې ته ودروي؛ خو همدې وخت کې ترهګر حسیب‌الله ویني او پرې ډزې کوي چې یوه مرمۍ یې په لاس لګېږي او بله یې هم د پښې هډوکی ورماتوي.

هغه دوه استادان چې حسیب‌الله سره وو، ځانونه له کړکۍ لاندې غورځوي؛ خو حسیب‌ د خپلو ټپونو له کبله نه‌شي کولای ځان وژغوري.

ده وویل، له دوو ساعتونو وروسته کومانډو ځواکونو لومړی منزل له ترهګرو پاک کړ او هغه هم وژغورل شو.

د حسیب‌الله په وینا، د خپلو څلورو ټولګیوالو جسدونه یې لیدلي دي.

وروستۍ شمېرې ښيي چې د کابل پوهنتون د تېرې ورځې برید کې ۲۲ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

خو محصلان او امنیتي ځواکونه چې د پېښې عیني شاهدان دي وايي، د مرګ‌ژوبلې اصلي شمېرې تر دې ډېرې دي چې دولت اعلان کړې دي.

 

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام