Asset 1SWN

پر کابل پوهنتون د بريد پای؛ ۱۹ کسان ووژل شول او ۲۲ ټپيان شول

Kabul-Attack-1-oxtkbqzbbktoj9zjrkyszwmu7p6w1w34za2wqtvhxw

 

د کورنیو چارو وزارت وایي، پر کابل پوهنتون وسله‌وال برید تر ۶ ساعته نښتې وروسته د ۳ بريدګرو پر وژل کېدو پای ته ورسېد. د ياد وزارت وياند طارق ارين وايي، دغه بريد ‌کې ۱۹ کسان ووژل شول او ۲۲ نور ټپيان شول.

نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې پر کابل پوهنتون وسله‌وال بريد وشو او ترهګرو پر محصلانو ډزې پيل کړې.

راپورونه وايي چې ترهګرو د امنيتي ځواکونو جامې اغوستې وې.

پر کابل پوهنتون بريد داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې وه نن په‌کې د افغانستان او ایران د کتابونو ګډ نندارتون پرانیستل شوی وای.

ويل کېږي، د بريد پر مهال ايراني او افغان لوړپوړي چارواکي هم پوهنتون کې وو؛ خو يادو چارواکيو ته زيان نه دی رسېدلی.

د پېښې يو عيني شاهد وايي، بريدګر يوه درسي ټولګي ته ننوتل او پر زده‌کوونکيو يې ډزې پيل کړې.

پر کابل پوهنتون بريد کورني او نړيوال غبرګونونه هم لرل.

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون نننی بريد دولت لپاره «استخباراتي ناکامي» او انساني ناورين دی.
امرالله صالح وايي، دا بريد د طالبانو او د هغوی د همفکرو د وجدان ګنده‌ګي ښيي.

صالح زياتوي چې دا بريد نن او له نن وروسته هېڅ ډول توجیه نه لري.

د ولسمشر وياند صديق صديقي پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، ترهګر په هلمند کې له ماتې وروسته وارخطا شوي او پر علمي مرکزونو بريدونه کوي.

د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله هم پر کابل پوهنتون بريد غندلی او ويلي يې دي د ښوونيزو مرکزونو په نښه کول ستر جنايت دی.

نوموړي زياته کړې چې زده‌کوونکي حق لري په سوله او امنيت کې زده‌کړې وکړي.

افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونټیکورو هم پر کابل پوهنتون بريد غندلی دی او ويلي يې دي چې په تېرو لسو ورځو کې دا دويم ځل دی چې پر ښوونيز مرکز بريد کېږي.

نوموړي ويلي، د افغانستان ماشومان او ځوانان بايد ښوونيزو مرکزونو ته تلو کې د امنيت ډاډ ولري او زياته کړې يې ده چې  ناټو د تاوتريخوالي کمولو لپاره پوره هڅه کوي.

تر اوسه پورې هېڅ يوې ترهګرې ډلې د بريد مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.

طالبانو هم په دې بريد کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام