پر کابل پوهنتون بريد؛ صالح او ۴ امنیتي مسوولان ولسي جرګې ته ورغوښتل کېږي

د ولسي جرګې غړيو پر کابل پوهنتون د دوشنبې برید او کابل ښار کې د ناامنیو زیاتېدو په تړاو پرېکړه وکړه چې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د ملي امنیت سرپرست احمد ضیا سراج، د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود انداربي به د راتلونکې شنبې په ورځ جرګې ته وروغواړي.

پر کابل پوهنتون د بريد پای؛ ۱۹ کسان ووژل شول او ۲۲ ټپيان شول

د کورنیو چارو وزارت وایي، پر کابل پوهنتون وسله‌وال برید تر ۶ ساعته نښتې وروسته د ۳ بريدګرو پر وژل کېدو پای ته ورسېد. د ياد وزارت وياند طارق ارين وايي، دغه بريد ‌کې ۱۹ کسان ووژل شول او ۲۲ نور ټپيان شول.

نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې پر کابل پوهنتون وسله‌وال بريد وشو او ترهګرو پر محصلانو ډزې پيل کړې.