Asset 1SWN

کابل کې محصلانو د کتاب لوستلو فرهنګ دودولو لپاره د کتابونو نندارتون جوړ کړ

book-py6pbu2ngmogyegl4cyoi8fvjfo98jhn6kdrv01g20

د زاول خصوصي پوهنتون یوشمېر زده‌کړیالانو نن د کتاب دوه‌ورځنی نندارتون پرانېست. په دغه نندارتون کې د طب، سیاست، ټولنې او ځینو نورو برخو کې څه باندې ۳۰۰ کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نندارتون جوړوونکي وايي، دغه کار یې د کتاب لوستلو فرهنګ دودولو په موخه کړی او نجونې او هلکان کولای شي په جلا جل توګه ورشي او ویې ګوري.

د نندارتون یوه جوړوونکې زهره ګونش غیاثي وايي، نجونې کولای شي چې د پنجشنبې او هلکان هم د شنبې په ورځو کولای شي دغه نندارتون ته ورشي او کتابونه وګوري یا یې وپېري.

د نندارتون یوه لیدونکې بهشته د ورته نندارتونونو جوړول ګټور بولي او په وینا یې، دا کولای شي چې د خوښې وړ کتابونه په‌کې ومومي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا داسې مهال ده چې د افغانستان د خپرندویه ټولنې مسوولانو څه موده وړاندې ویلي و چې په تېرو دوو کلونو کې د ۲۰۰ خپرندویه ټولنو او ۵۵۰ کتاب پلورنځیو له ډلې ۳۰ سلنه هغو یې فعالیت پريښی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام