د سوداګرۍ او صنایعو وزارت پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې یو اوزبکستانی پلاوی نن سهار (د لړم اوومه، د یکشنبې ورځ) کابل ته راغلی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خبرپاڼې پر بنسټ، د اوزبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجهبوف د دغه پلاوي مشري کوي او د یاد هېواد د سوداګرۍ او کانونو او ټرانسپورټ وزارتونو وزیران، خپلواک رییسان او سوداګر په دغه شاوخوا ۴۵ کسیز پلاوي کې شامل دي.
د سوداګرۍ وزارت خبرپاڼه کاږي چې کابل ته د اوزبکستاني پلاوي د راتګ موخه د دوهاړخیزې سوداګرۍ پراختیا، ټرانزېټي ستونزو ته د حللارې لټول او په کابل کې د دغه هېواد د سوداګریزو توکو د نندارتون جوړول دي.
د یادونې ده چې اوزبکستان په سیمه کې د هغو هېوادونو له ډلې یو دی چې په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري.
دغه سفر داسې مهال کېږي چې ځینو اوزبکستاني رسنیو تر دې مخکې د قوشتېپې کانال په اړه د اوزبکستان د اندېښنو شریکولو په اړه کابل ته د یوه پلاوي د سفر خبر ورکړی و.