کابل کې د اعتراض کوونکو د نیونو پر دوام، د افغانستان لپاره د المان سفیر پر دغې کړنې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له ګوت‌نیوونکو سره باید د دښمن په توګه چلند ونه شي،

 د افغانستان لپاره د المان سفیر پوتزل مارکوس چې اوس په دوحه کې دی، په یوه ټویټ کې ویلي چې کابل کې د ښځینه اعتراض کوونکو نیونې ناقانونه او ناعادلانه دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مارکوس پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، منتقدان او اعتراض کوونکو ته باید د دښمن په ستره ونه کتل شي او د هغوی لادرکه کېدل او وژنه ناقانوني او ناعادلانه کړنه ده. نوموړي پرته له دې چې د چا یا کومې ډلې نوم واخلي ویلي، نړۍ دا کړنې له نږدې څاري او پرې خبر دی.

د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم پر خپل ټویټرپاڼه کابل کې د افغان معترضو ښځو نیونه ناعادلانه بللې او زیاته کړې یې ده چې دغه اقدامات دې ژر تر ژر  ودرول شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې د رپوټونو پر بنسټ، د وروستیو دوو اوونیو راهیسې پلازمېنه کابل کې نږدې څلور ښځې لادرکه شوې دي. مرسل عیار او زهرا محمدي دوه هغه ښځې دي چې په تازه‌ګۍ سره یې د لادرکۍ رپوټونه خپاره شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام