یوشمېر ښځو نن یو ځل بیا په کابل کې د اسلامي امارت له‌خوا د لګول شویو بندیزونو پر ضد لاریون وکړ او واټونو ته راووتلې.

معترضانې چې د اسلامي امارت د  امر بالمعروف او نهی‌عن‌المنکر وزارت مخې ته راټول شوي وو، د «نوي فکر ولرئ، ښځې وزغمئ»، «زموږ پوښښ زموږ هویت دی» او «برقع زموږ حجاب نه دی» شعارونه یې ورکول. معترضې مېرمنې وايي چې د افغان ښځو په وړاندې د نړيوالې ټولنې او د نړیوالو بنسټونو چوپتیا د شرم وړ ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغوی ټینګار کوي چې د افغان مېرمنو غږ باید واورېدل شي او د دوی پر وړاندې وضعه شوي بندیزونه لرې شي. اعتراض کوونکي له ښځو پرته ټولنه يوه تياره او افراطي ټولنه بولي او وايي هېڅوک حق نه لري چې ښځې څنډې ته کړي.

خو د اسلامي امارت ځواکونو د دغو مېرمنو د لاریون مخه ونیوله. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي، تر هغه چې د عدلیې وزارت د لاریونونو د ترسره کولو لپاره روښانه کړنلاره نه وي جوړه کړې، هېڅوګ یا ډله د لاریون حق نه لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان د اسلامي امارت په واکمنېدو سره دا دوهم ځل دی چې ښځې د بندیزونو د لګولو پر ضد لاریون کوي، خو د اسلامي امارت ځواکونه هر ځل د هغوی د لاریونونو مخه نیولې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام