کابل کې نن یوشمېر ښځو د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د تازه لګول شویو بندیزونو او د حقونو د نهرعایت په غبرګون کې لاریون وکړ او د کار او زدهکړو له حق څخه د افغان ښځو د محرومیت پر وړاندې د نړیوالو چوپتیا له «شرمه ډکه» وبلله.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
لاریون کوونکې ښځې وايي، اسلامي امارت حق نه لري چې ښځې څنډې ته کړي او نړیواله ټولنه باید افغان ښځې په رسمیت وپېژني او له حقونو څخه یې ملاتړ وکړي.
دوی، د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهیعنالمنکر وزارت مخې ته راټول شوي وو چې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.
بل لور ته د کابل ښار یو شمېر نورو اوسېدونکو څلورمه کارته کې، د پخوانیو پوځیانو د مرموزو قتلونو په غبرګون کې لاریون وکړ چې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له لوري په تاوتریخوالي واوښت.
په رپوټ کې مو له اعتراض کوونکو سره د اسلامي امارت د ځواکونو د چلند په اړه د کورنیو چارو وزارت او د کابل امنیه قومانداني د نظر اخیستو هڅه وکړه خو اړیکې مو ځواب نه شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهیعنالمنکر وزارت د دوشنبې په ورځ یوه کړنلاره خپره کړه چې پر بنسټ یې پر ښځو محدودیتونه وضعه کړي.د اسلامي امارت له خوا وضعه شوې کړنلاره په ټولنیزو شبکو کې هم له پراخ غبرګونونو سره مخ شو، دغه راز د بشري حقونو بنسټونه هم د اسلامي امارت له خوا پر ښځو وضعه شوي محدودیتونه غندلې دي.