Asset 1SWN

کابل کې د متقاعدو اعتراض؛ «اسلامي امارت مو د تقاعد حقوق نه راکوي»

IMG-20231023-WA0023

یوشمېر متقاعدان چې کابل کې د مالیې وزارت د متقاعدو د معاشونو ورکړې ریاست مخې ته راټول شوي وو، شکایت کاوه چې اسلامي امارت یې له تېرو دوو کلونو راهیسې د تقاعد حقوق نه‌دي ورکړي چې له کبله یې بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د دوی په وینا، لسګونه کاله یې د بېلابېلو حکومتونو پر مهال په ملکي او نظامي برخو کې خدمت کړی، خو اوس پر کور کېنول شوي او اسلامي امارت یې هم د تقاعد حقوق نه ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یو متقاعد بسم‌الله وايي: «عاید نه لرو. ژوند دومره سخت شوی چې باور وکړئ، ان جامې او د کور وسایل پلورو او پیسې یې لګوو. زموږ ټولو ژوند همداسې دی. نظامي افسر چې تقاعد شوی ابرو او عزت لري، د دولتي ادارې متقاعد کارکوونکي ابرو او عزت لري؛ په نورو هېوادونو کې داسې نه‌ده.»

یو بل متقاعد محمدالله هم وايي: «باور وکړئ چې د بېګاه او سبا لپاره به پیسې لرو. موږ مه غولوئ، یو مکتوب په دوو کلونو کې امیرالمومنین ته نه‌دی تللی! خدای ته وګورئ، دا پیسې زموږ حق دي، له معاشونو مو ګرځول شوي. دا دی ژمی را روان دی، په غم به مو تمام شي.»

په ورته وخت کې د کوکوګل په نوم یوه مېرمن وايي، دا درېیم کال دی چې د تقاعد ریاست ته د خپل خاوند د حقوقو اخیستو لپاره ورځي، خو تش لاس او ناهیلې بېرته خپل کور ته ستنېږي.

هغه زیاتوي: «همدا اوس په ناوړه وضعیت کې ژوند کوو. ډوډۍ نشته، اوبه نشته، هوا په سړېدو ده، لرګي نه لرو، د ډبرو سکاره نه لرو، څه نشته. درې کاله کېږي چې د خاوند په حق پسې ګرځم، له پسرلي اوړی شو او له اوړي ژمی چې پسې ګرځم، خو هېڅ ګټه نه لري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

خو اسلامي امارت وايي چې د متقاعدانو د حقونو د ورکړې پر طرحې یې کار پیل کړی او تمه ده چې ډېر ژر به یې ستونزې حل شي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «د متقاعدانو په اړه باید ووایم چې موضوع یې لا هم تر څېړنې لاندې ده. دا هیله‌مندي شته چې دا موضوع حل شي.»

دغه متقاعدان داسې مهال د خپلو حقونو د نه ورکړې په اړه شکایت کوي چې اسلامي امارت یې د حقونو د ورکړې طرحه یونیم کال مخکې د منظورۍ لپاره خپل مشرتابه ته لېږلې، خو لا یې هم برخلیک روښانه نه‌دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام