افغانستان له انګلستان وروسته پاکستان ته هم تاریخي ماته ورکړه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن د نړیوال کپ په پنځوس‌اوریزو لوبو کې پاکستان ته تاریخي ماته ورکړه.
په دې سیالي کې پاکستان پچه وګټله او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو پنځوس اورونو کې یې د اوو لوبغاړیو په سوځېدو سره ۲۸۲ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۲۸۳ منډو هدف وټاکه.

کابل کې د متقاعدو اعتراض؛ «اسلامي امارت مو د تقاعد حقوق نه راکوي»

یوشمېر متقاعدان چې کابل کې د مالیې وزارت د متقاعدو د معاشونو ورکړې ریاست مخې ته راټول شوي وو، شکایت کاوه چې اسلامي امارت یې له تېرو دوو کلونو راهیسې د تقاعد حقوق نه‌دي ورکړي چې له کبله یې بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د دوی په وینا، لسګونه کاله یې د بېلابېلو حکومتونو پر مهال په ملکي او نظامي برخو کې خدمت کړی، خو اوس پر کور کېنول شوي او اسلامي امارت یې هم د تقاعد حقوق نه ورکوي.

د خوړو نړیوال پروګرام: زلزلو د افغانستان په لوېدیځ کې بشري وضعیت ترینګلی کړی

د هرات ګڼ‌شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د پرله‌پسې زلزلو له امله بې‌ځایه شوي او په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي. د خوړو نړیوال پروګرام مسوولان خبر ورکوي چې له دغو پرله‌پسې زلزلو وروسته په افغانستان کې بشري وضعیت ډېر ترینګلی شوی دی.

بلخ کې کارګر: ټوله ورځ په وچه خوله تېرو، خو څوک مو کار ته نه‌بیايي

د بلخ مرکز مزارشریف څلور لاره کې هره ورځ ګڼ‌شمېر کارګر په دې هیله ناست وي چې څوک به د مزدورۍ یا کار کولو لپاره پرې غږ وکړي.

خو دغه څلور لاره کې ناست یو‌شمېر کارګر وايي چې د وزګارتیا له امله پوزې ته راغلي او په ورځو ورځو ورته کار نه پیدا کېږي.

هلمند کې د هرات زلزله‌ځپلیو ته څه باندې نهه میلیونه افغانۍ مرسته ټوله شوې

هلمند کې د هرات او بادغیس زلزله‌ځپلیو سره د مرستې په موخه څه باندې نهه میلیونه افغانۍ ټولې شوې دي.

د هلمند داطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې دغه نغدي مرسته د یوې جوړې شوې کمېټې له‌خوا په مرکز لښکرګاه ښار او ولسوالیو کې راټولې شوې دي.

ډنډپټان کې په ۱۰۰زره ډالرو پاکستان ته د تلونکو ناروغانو لپاره روغتون جوړ شوی

د پکتیا په ډنډپټان ولسوالي کې پاکستان سره ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د بېړنیو ناروغانو لپاره جوړ شوی روغتون پرانېستلو شو.

دغه روغتون نن دوشنبه د «لړم لومړۍ نېټه» د پکتیا محلي مسوولانو له‌خوا پرانېستل شوی دی.