Asset 1SWN

هلمند کې د هرات زلزله‌ځپلیو ته څه باندې نهه میلیونه افغانۍ مرسته ټوله شوې

مرستې

هلمند کې د هرات او بادغیس زلزله‌ځپلیو سره د مرستې په موخه څه باندې نهه میلیونه افغانۍ ټولې شوې دي.

د هلمند داطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې دغه نغدي مرسته د یوې جوړې شوې کمېټې له‌خوا په مرکز لښکرګاه ښار او ولسوالیو کې راټولې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال محمد‌قاسم ریاض سلام‌وطندار ته ویلي چې  د مرستو  راټولولو په دې کمېټه کې د علما‌وو شورا، د حکمونو د څارنې او نظارت استازیو او د اطلاعاتو او فرهنګ رییسانو سربېره یو‌شمېر نورو چارواکو هم ګډون درلود.

د ریاض په وینا، د مرستو ټولولو په دې کمپاین کې «۹۱۲۷۸۱۰» افغانۍ ټولې شوي چې ډېر ژر به یې دغه کمېټه د هرات او بادغیس زلزله‌ځپلیو ته ورسوي.

هغه زیاته کړه چې د هلمند یو‌شمېر سوداګرو هم په جلا توګه زلزله‌ځپلیو ته  ۵،۵ میلیونه افغانۍ مرسته ټوله کړې چې په وینا یې، هغه به هم له دې کمېټې سره په همغږۍ زلزله‌خپلیو ته ورسوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د هرات‌زلزله‌ځپلیو سره دغه مرستې داسې مهال دي چې د تېرې تلې میاشتې په ۱۵مه دغه ولایت یوې زورورلې زلزلې ولړزواه چې له امله یې سلګونه کسان مړه او ټپیان شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام