Asset 1SWN

سلام وطندار

قزاقستان د هرات زلزله‌ځپلیو ته ۲۷ واګونه خوراکي مرسته رالېږلې

بلخ ۲

د بلخ محلي مسوولان وايي چې د هرات زلزله‌ځپلیو سره د مرستو په لړ کې د قزاقستان د بشردوستانه مرستو یوه جوپه دغه ولایت ته رارسېدلې ده.

د بلخ د والي مرستیال نورالهادي ابو‌ادریس وايي، دغه مرسته چې ۲۷ واګونه خوراکي او البسه توکي دي، نن شنبه د تلې ۲۹مه د قزاقي چارواکو له‌خوا د یاد ولایت حیرتان بندر کې افغان لوري ته سپارل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بلخ کې چارواکو ته د یادو مرستو سپارلو پر مهال د قزاقستان استازي میرام اشخمنوف وویل چې دغه مرسته یې د یاد هېواد د ولسمشر په لارښوونه د هرات زلزله‌ځپلیو څخه د لاسنیوي لپار افغانستان ته استولې دي.

نوموړي زیاته کړې چې دغو مرستو کې اوړه، غوړي، شیدې، جامې، کمپلې، چپرکټ، وریجې او خېمې شاملې دي چې په وینا یې، بلخ کې د سرپرست حکومت ته سپارل شوې دي.

بل‌خوا بلخ کې چارواکو د قزاقستان له دې مرستې د مننې ترڅنګ ویلي، هڅه کوي، څو دغه مرستې ژر تر ژره د هرات زلزله‌ځپلیو ته ورسوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

له دې وړاندې هم قزاقستان د هرات زلزله‌ځپلیو ته د طبي تجهیزاتو او درملو مرسته کړې وه. تاجکستان، ایران، ترکیه، چین، اروپايي ټولنې او ځینو نورو هېوادونو هم د هرات زلزله‌ځپلیو سره مرستې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام