Asset 1SWN

لوګر کې ښوونکو خپل د یوې ورځې معاش د هرات زلزله‌ځپلیو ته ورکړ

لوګر پوهنې ریاست

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او ښوونکو د یوې پرېکړې له مخې د خپلې یوې ورځې معاش د هرات زلزله‌ځپلیو کورنیو ته د مرستې په توګه ځانګړی کړی دی.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته ویلي چې دا پرېکړه د یاد ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو او ښوونکو په خپله خوښه کړې او په وینا یې، یاده پرېکړه یې پوهنې وزارت سره هم شریکه کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

عرب زیاته کړه، چې د لوګر د پوهنې ریاست د کارکوونکو او ښوونکو د یوې ورځې معاش ۱.۲ میلیونه افغانۍ کېږي چې ډېر ژر به د لوګر مستوفیت له لارې د هرات ولایت زلزله‌ځپلیو کورنیو ته ورسېږي.

باید وویل شي چې د تېرو دوه ورځو راهیسې د لوګر په مرکز پل‌علم کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په مشري د هرات او بادغیس ولایتونو زلزله‌ځپلیو سره د مرستو راټولولو لپاره صندوق کېښودل شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه د دولتي او نادولتي ادارو کارکوونکو، سوداګرو او عامو خلکو د هرات زلزله ځپلیو سره د کېښودل شوي صندوق له لارې مرسته کړې او دا لړۍ لاهم روانه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام