د اروايي روغتیا نړیواله ورځ؛ نیمايي افغانان پر اروايي ناروغیو اخته دي

د اکټوبر لسمه، د اروايي روغتیا له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د دې ورځې له را رسېدو سره هم‌مهاله په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مسوولان وايي، د اوږدمهاله جګړو له کبله ۸۵ سلنه افغانانو زیان‌اړوونکې پېښې لیدلي یا یې قربانیان دي چې له امله یې اوس د افغانستان نیمايي وګړي پر اروايي ناروغیو اخته دي.

هرات کې زلزله‌ځپلي: ژمی نږدې دی او حکومت دې سرپناه راته جوړه کړي

د هرات زنده‌جان ولسوالي کې د شوې زلزلې له کبله د زیانمنو کورنیو پاتې ژوندي کسان له حکومت د سرپناه د جوړېدو غوښتنه کوي.

دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې شته خېمې ورته بسنه نه‌کوي او په وینا یې، تر خېمو لاندې په سړه هوا کې ژوند ستونزمن دي.

غور کې د هوا په سړېدو د اوبلن ګازو بیه لوړه شوې

د غور یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې دغه ولایت کې د اوبلن ګازو بیه له ۶۵ افغانۍ څخه ۸۰ افغانیو ته لوړې شوې ده.

دوی له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د یاد ولایت په بازارونو کې دې د اوبلن او سوند توکو بیې کنټرول کړي.

عبدالغني برادر: هرات کې زلزله‌ځپلیو ته پاخه کورونه جوړوو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې د هرات زلزله‌ځپلیو ته به په اساسي او معیاري توګه د هستوګنې کورونه جوړ کړي.

عبدالغني برادر چې هرات کې له زلزله‌ځپلیو سیمو څخه لیدنې لپاره دغه ولایت ته تللی، یوې غونډې ته وویل چې د زلزلې له امله شاوخوا ۱۵۰۰ کورونه نړېدلې چې سرپرست حکومت به یې په اساسي توګه بېرته ورغوي.

د کرېکټ نړیوال جام کې نن دوه لوبې کېږي

د هند په کوربه‌توب د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې نن دوه لوبې کېږي چې لومړۍ لوبه د بنګلدېش او انګلستان ترمنځ روانه ده او دویمه سیالي به د سریلانکا او پاکستان ترمنځ ترسره شي.

ټاکل شوې چې د سریلانکا او پاکستان ترمنځ لوبه نن له غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه په «راجېف ګاندي کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.