Asset 1SWN

د اروايي روغتیا نړیواله ورځ؛ نیمايي افغانان پر اروايي ناروغیو اخته دي

sehat-rawani-pw0bbctiuu8fvb7dug9sqqqlj02mige0uha2zo7zig

د اکټوبر لسمه، د اروايي روغتیا له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د دې ورځې له را رسېدو سره هم‌مهاله په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مسوولان وايي، د اوږدمهاله جګړو له کبله ۸۵ سلنه افغانانو زیان‌اړوونکې پېښې لیدلي یا یې قربانیان دي چې له امله یې اوس د افغانستان نیمايي وګړي پر اروايي ناروغیو اخته دي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي علي‌رضا نوروزي د سې‌شنبې په ورځ د اروايي روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته ته د وینا پر مهال وویل چې اوس پر اروايي ناروغیو یوازې ۱۲ سلنه ناروغانو ته د درملنې خدمتونه وړاندې کېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه زیاتوي: «شاوخوا ۸۵ سلنه افغانانو یا زیان‌‌اړوونکې پېښې لیدلي او یا یې خپله دا ډول پېښې تجربه کړې دي؛ نو د افغانستان تر نیمايي پورې وګړي له اروايي ستونزو سره مخ دي. په پنځو کسانو کې یو یې د اروايي ستونزو له کبله اختلالات لري. تر نیمايي پورې وګړي اندېښمن دي او تر فشار لاندې دي.»

د روغتیا نړیوال سازمان استازی ټینګار کوي چې دغه سازمان د اروايي روغتیا په برخه کې د ډاکټرانو د وړتیا لوړولو او د ناروغانو د درملنې په موخه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره همکاري کوي.

په ورته وخت کې د اروايي ناروغانو یوشمېر ډاکټران وايي چې ورځ تر بلې په هېواد کې د اروايي ناروغانو شمېر مخ په زیاتېدو دی. د اروايي ناروغیو متخصصانو واصل‌شاه ابراهیمي او لیزا حقجو عزیزي هم په دې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې په دې وروستیو کې د ورتلونکو ناروغانو شمېر څو برابره ډېر شوی دی. دوی وايي:

«لوړې شمېرې د ښځو او نجونو دي. د مراجعانو شمېر په زیاتېدو دی. ۹۰ سلنه خلک له اروايي ستونزو کړېږي. د اروايي ناروغیو کلینیکونه کم دي او دولت ورته پام نه‌دی کړی. دوه سلاکاران باید وي.»

«مراجعان بېخي ډېر شوي. سلاکار یم او د ورځې له ۱۰۰ ډېر مراجعان لرم. کارکوونکي کم دي او ټولو ته رسېدنه نه شوو کولای. یوازې له ۴۰ کسانو سره خبرې کولای شم. دا ورځ په ورځ زیاتېږي، په داسې حال کې چې د تېرو کلونو پر مهال د ورځې یوازې ۲۰ کسان راتلل.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بله‌خوا د عامې روغتیا وزارت د اروايي روغتیا څانګې عمومي مدیر نصاراحمد شمس وايي، دغه وزارت په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې څه باندې دوه‌نیم میلیونه کسانو ته چې اروايي ستونزې یې لرلې، د درملنې لومړني خدمتونه وړاندې کړي دي. شمس زیاتوي: «اروايي ستونزې ډېری په ښځو کې لیدل شوي. که ګامونه اوچت نه کړو، شمېرې په زیاتېدو دي. په هرو دوو کسانو کې یو پر اروايي ناروغي اخته دی.»

خو د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو مرستیال حبیب‌الله اخوندزاده وايي چې دغه وزارت د اروايي ناروغانو د درملنې لپاره لازمه بودیجه نه لري او نړیوالو مرستندویه بنسټونو هم دې برخې ته پام نه‌دی کړی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام