افغانان له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې له جګړو او تاوتریخوالي سره لاس او ګرېوان دي. که دغه وضعیت له یوې خوا خلکو ته بې‌ساري سیاسي او اقتصادي زیانونه اړولي، بله‌خوا یې له روحي او اروايي اړخه هم افغانان سخت ځپلي دي.

افغانان له تېرو څو لسیزو راهیسې نه یوازې امنیتي، اقتصادي او ټولنیز خوندیتوب نه لري، بلکې له اروايي اړخه هم نړۍ کې تر ټولو ډېر زیانمن وګړي بلل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسي مرستیال محمدحسن غیاثي نن د اروايي روغتیا نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې د هرو دوو افغانانو له ډلې یو یې له سختو اروايي ستونزو کړېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

غیاثي وايي، اټکل کېږي چې دا شمېرې به تر دې هم لوړې وي. د نوموړي په وینا، د اروايي روغتیا برخه کې د بودیجې ځانګړي کولو ته پوره پام نهدی شوی او دا برخه پانګونې ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت د اروايي روغتیا څانګې امر وحیدالله افغان وايي، د بېلابېلو سروې‌ګانو پر بنسټ، شاوخوا ۲۰ سلنه افغانان پر اروايي ناروغي اخته دي. هغه وايي چې د دغه وزارت لپاره د اروايي روغتیا برخه کې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول یو لومړیتوب دی.

بله‌خوا افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی عبدالقوي عالمي وايي، په تېرو لسو میاشتو کې یې د روغتیا وزارت په همغږۍ سره په روغتیايي مرکزونو کې د اروايي روغتیا ښوونیزه کڅوړه عملي کړې ده. عالمي وايي، دا کڅوړه له سلو ډېرو هېوادونو کې عملي شوې او ښه پایله یې لرلې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې ترڅنګ، د ماشومانو د ملاتړ سازمان نن په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان د لسیزو جګړو او اقتصادي کړکېچ له امله د اروايي روغتیا له سخت ناورین سره مخامخ دی او په وینا یې، ماشومان د دغه ناورین اصلي قربانیان دي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د هرو څلورو ماشومانو او لویانو له ډلې یوازې یو یې د اړتیا وړ بېړنۍ درملنې ته لاسرسی لري. یاد سازمان زیاتوي، یاد کسان ښايي ونه رغېږي او له اوږدمهاله ستونزو سره مخامخ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام