Asset 1SWN

کابل کې د روسیې سفارت د کونسلۍ او ویزې د ورکړې خدمتونه ودرول

Russian-embassy-kabul--pupr91p3ifmz6jyr6vw8uwkobfx1c9hh3ktz5gfmh4

کابل کې د روسیې سفارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د کونسلۍ او د نویو ویزو د ورکړې خدمتونه یې درولي دي. د روسیې سفارت له خلکو غوښتي، څو تر بلې خبرتیا پورې د دغه سفارت د کونسلۍ څانګې ته ور نه‌شي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «موږ اوس د هغو ویزو د ورکړې پر غوراویو او نورو سندونو کار کوو چې تر دې مخکې منل شوي دي.»

د خبرپاڼې له مخې، د لنډ مهال لپاره هېڅ ډول غوښتنه نه مني او نه یوازې د کونسلۍ خدمتونه په ټپه ولاړ دي، بلکې نوې ویزې هم نه ورکول کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د تېرې اوونۍ د دوشنبې په سهار شاوخوا یوولس بجو کابل کې د روسیې سفارت مخې ته ځانمرګی برید وشو.

په دغه برید کې چې مسوولیت یې داعش وسله‌والې ډلې پر غاړه واخیست، د دوو روسي ډیپلوماټانو په ګډون، شپږ کسان ووژل شول او لس نور ټپیان شول.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام