په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما په یوه ټویټ کې د روسیې سفارت سره شوې چاودنه غندلې ده. یوناما په دغه برید کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره غمرازي ښودلې او ټپیانو ته یې هم د بیړنۍ روغتیا هیله کړې ده.

نن غرمه نږدې دولس بجې د کابل اوومې ناحیې اړوند د روسیې سفارت مخې ته چاودنه وشوه چې د کابل امنیې قومانداني په وینا، یو کس په‌کې وژل شوی او لس نور ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دې چاودنه کې کابل کې د روسیې سفارت د ډیپلوماټیکې څانګې د دوو کارکوونکو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دې چاودنې په غبرګون کې د خپلو ټولنیزو رسنیو پروفایلونه هم تور او سپین کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام