د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت په کابل کې د یوناما له کارکوونکو څخه غوښتي چې حجاب مرعت کړي. د بشري حقونو څار سازمان د ښځو د برخې استازې هیدر بار پر خپله ټویټر‌پاڼه، د دغه سازمان یوه خبرپاڼه خپره کړې چې په‌کې د یاد سازمان کارکوونکو ته د اسلامي امارت امر په اړه لیکل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت محتسبانو په کابل کې د دغه سازمان دفتر ته ورغلی او ورته یې ویلي چې ښځینه کارکوونکي یې باید د راپور ورکونې پر مهال حجاب ولري.

د خبرپاڼې پر بنسټ، د امر بالمعروف وزارت محتسبانو ان د ملګرو ملتونو د کارکوونکو  کار ځای ته د لاسرسي غوښتنه کړې، څو وګوري چې ښځینه کارکوونکې حجاب مراعتوي او که نه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه‌راز، په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت محتسبانو ویلي، د کارکوونکو حجاب څاري او  هغوی چې حجاب نه مراعتوي، په نرمۍ ورسره خبرې کوي او ترې غواړي چې حجاب مراعت کړي، ځکه د کور څخه د وتلو پر مهال حجاب کول جبري دی.

 یوناما همدراز ویلي چې په کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت یو پوسټر هم لګولی او په‌کې لیکل شوي، «د اسلامي شریعت له مخې مسلمانه ښځه باید حجاب مراعت کړي»

هیدر بار پر خپله ټویټر‌پاڼه لیکلي، اسلامي امارت ادعا کوي چې «د ښځو د لباس په اړه نوی فرمان یوه سپارښتنه ده، خو دوی دا حکم ان پر هغو افغان ښځو تحمیلوي چې د ملګرو ملتونو په دفتر کې کار کوي.» هغې له یوناما څخه پوښتنه کړې چې څنګه د خپلو همکارانو خوندیتوب او ازادي څخه ساتنه کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت په دې وروستیو کې پر ښځو د حجاب جبري کېدو په اړه فرمان صادر کړ. په یاد فرمان کې راغلي چې ښځې مکلفې دي، «چادري یا بُرقه او تور رنګه حجاب یا پړونی» واغوندي او له اړتیا پرته باید له کورونو څخه را ونه‌‌وځي.

 د اسلامي امارت له‌خوا پر ښځو د حجاب د جبري کېدو پرېکړې له ځان سره ملي او نړیوال غبرګونونه لرل. له دغو نیوکو او غبرګونونو وروسته د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر د یوه ویډيويي پیغام په خپرولو سره ویلي و: «د چادري یا بُرقې اغوستل جبري نه دي. عربي حجاب یا هغه پړونی چې په لرو پرتو سیمو کې یې ښځې استفاده کوي»، هغه هم حجاب ګڼل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام