د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون شپه د افغانستان د بشري وضعیت او په تېره بیا د افغان ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت د محدودیتونو د زیاتېدو په هکله غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې د بشري حقونو وضعیت، د افغان ښځو او نجونو د ازادۍ او پر هغوی د نوي سرپرست حکومت له‌خوا د تازه لګول شویو محدودیتونو په اړه بحثونه شوي دي.

دا ناسته د ناروې له‌خوا رابلل شوې چې د امنیت شورا غړو هم دې ناسته کې د دغه هېواد له‌خوا د یوې اعلامیې پر وړاندې شوې طرحه بحث کړی دی.

په دې ناسته کې د ناروې له خوا په وړاندې شوې طرحه کې د اسلامي امارت له‌خوا په افغانستان کې له اړتیا پرته له کور څخه د ښځو پر وتلو بندیز او د حجاب جبري کېدو په اړه اندېښنه څرګنده شوې او پرې بحث شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ټاکل شوې د امنيت شورا غړي هېوادونه په راتلونکو ورځو کې پر دې طرحې هوکړه وکړي. دغه‌راز په دې اعلامیه کې د اسلامي امارت چارواکو څخه غوښتل شوي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې پر خپلو پرېکړو بیا کتنه وکړي.

ملګرو ملتونو کې د ناروې  استازې تراين هايمربک د امنیت شورا د دې ناستې له پیل مخکې رسنیو ته ویلي چې اسلامي امارت د افغانستان د اقتصادي کړکېچ د هوارولو پر ځاى د ښځو او نجونو ځپلو ته مخه کړې.

هغې زیاته کړې، هېواد یې د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له نورو غړو سره په ګډه کار کوي چې اسلامي امارت ته يو گډ پيغام ورکړي.

هایمربک ویلي چې دغه محدودیتونه له اوسني سخت اقتصادي او بشري ناورین څخه وتلو لپاره د افغانستان وړتیا محدودوي چې ښايي‌ دا ټول یوځل بیا د تاوتریخوالي او توند لارۍ لامل شي.‌

هغې ویلي، ناروې به د اسلامي امارت حکومت له استازو سره هم مخامخ هم خپلې اندېښنې شریکې کړي.‌

دا په داسې حال کې ده چې پرون د نړۍ د اوو سترو اقتصادي هېوادونو (G7) هم پر ښځو او نجونو د اسلامي امارت له‌خوا وضعه شوي محدودیتونه غندلې دي.

د «جي۷» هېوادونو «کاناډا، فرانسې، جرمني، ايټاليا، جاپان، بريټانيا او امريکا» د بهرنيو چارو وزيرانو پر اسلامي امارت غږ وکړ چې پر خپلو پرېکړو بیا کتنه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا غونډه وروسته له هغه جوړېږي چې د اسلامي امارت له خوا پر ښځو د حجاب د جبري کېدو پرېکړې له ځان سره ملي او نړیوال غبرګونونه لرل. له دغو نیوکو او غبرګونونو وروسته د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر پرون د یوه ویډيويي پیغام په خپرولو سره ویلي: «د چادري یا بُرقې اغوستل جبري نه دي. عربي حجاب یا هغه پړونی چې په لرو پرتو سیمو کې یې ښځې استفاده کوي»، هغه هم حجاب ګڼل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام