دوه ورځې وړاندې د کابل لوېدیځ دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي برید کې له ۶۰ ډېر کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۵۰ نور ټپیان شول. د پېښې د وژل شویو په منځ کې د یوه جومات پنځوس کلن مؤذن هم شامل دی چې د دغه برید د تر ټولو ډېر عمر‌لرونکی قرباني دی.

د مؤذن عوض ابراهیمي مېرمن نقیمه وایي، خاوند یې له بازار څخه کور ته پر لاره و چې پر یادې چاودنې ور برابر او چرې یې پر ملا لګېدلې وې چې د همدغو ټپونو له امله یې ساه ورکړه.

نوموړې وایي، که څه هم خاوند یې د پوهې او علم د دښمنانو له لوري وژل شوی، خو خاوند به یې تل اولادونه لوست ته هڅول او کوښښ به یې کاوه چې د زده‌‌کړو اسانتیاوې ورته برابرې کړي. د هغې په وینا، یو زوی یې اوس له دولسم ټولګي څخه فارغ شوی او دوه نجونې یې په نهم او دولسم ټولګیو کې زده‌کړې کوي چې ټول اولادونه یې لوستي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوګ‌پاڼه وڅارئ

که څه هم د عوض ابراهیمیي کورنۍ بې‌‌وزله ده، خو اولادونه یې چې د پلار په مرسته او هڅونې لوړې‌ زده‌کړې لري وایي، پلار یې دوی په ډېرو ستونزو او کړاوونو ښوونځي ته استولي دي.

د عوض ابراهیمي مشر زوی سکندر چې په سیدالشهدا ښوونځي کې ښوونکی دی، د دغه او نورو ترهګریزو بریدونو موخه د کدرونو او روښنفکرۍ وژنه بولي.

هغه زیاتوي، په داسې حال کې چې دښمن د ښوونې په بهیر کې ډار او وېره خپروي، څو له دې لارې خلک له ښوونځي څخه را وګرځوي، خو په وینا یې، خپلې دې موخې ته به هېڅکله هم ونه رسېږي.

د عوض ابراهیمي ننګور وایي، ابراهیمي نېک عمله انسان و او له مرګ یې چې اوس یوازې دوه ورځې تېرېږي، لورګانې یې ترې د خپل نيکه د نه راتلو پوښتنه کوي.



هغه وایي، اړ شوې چې خپلو اولادونو ته ووایي چې نيکه یې ایران ته تللی او معلومه نه ده چې کله به بېرته کور ته راستنېږي. هغه زیاتوي: «ډېر ښه سړی و. دوه ورځې کېږي چې لورګانې مې پوښتنه کوي چې بابا مې چېرته دی. هغه د جومات خادم و. ۱۰ زره افغانۍ د چا پرې پور و، هغه یې ورکولې. په هماغې ورځ چې شهېد شوی و بانک ته تللی، څو د بانک پور ورکړي او بېرته د راستنېدو پر مهال یې د بانک د پور ورکړې پاڼې په جيب کې په وینو لړلې وې.»

د سیمې اوسېدونکي چې ابراهیمي به هر سهار په خپل غږ دوی له خوبه د لمانځه لپاره راپاڅول وایي، دوه ورځې کېږي چې سیمه کې یې چوپتیا خپره ده او څوک نشته چې د ابراهیمي پر ځای دوی هر سهار د لمانځه لپاره له خوبه راپاڅوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام