Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د هاوان مرمۍ چاودنې پنځه ماشومان وژلي

میدان وردګ

په مېدان وردګ ولایت کې له تېرو جګړو څخه پاتې د هاوان مرمۍ د سرګلولې چاودنې له کبله پنځه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د میدان‌وردګ چارواکي وایي، پرون جمعه (د غويي اتمه) شاوخوا ۴بجې د دغه ولایت د سیداباد ولسوالي دښت‌ټوپ سیمې په «دیوالګي» کې د هاوان مرمۍ د سرګلولې چاودنې له امله پنځه ماشومان وژل شوي او دوه ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

ميدان‌وردګ د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمد‌زرک ځیرک سلام‌وطندار ته ویلي چې د پېښې قرباني شویو ماشومانو عمرونه له ۱۲ کلونو کم دي.

د نوموړي په وینا، د پېښې ټپیان یې د شدیدو ټپونو له امله د کابل ایمرجنسي روغتون ته لېږدولي دي. پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې ماشومانو د هاوان په سرګلولې لوبې کولې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په میدان‌وردګ کې د تېرو جګړو د ناچاوده توکو د چاودنې له امله وخت ناوخت دا ډول مرګونې پېښې رامنځته کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام