د بلخ امنیتي مسوولان وايي چې نن غرمه د مزارشریف ښار اړوند څلورمه امنتیي حوزه کې چاودنه شوې ده.

د بلخ د امنیې قومنداني ویاند وايي، چاودنه نن غرمه هغه مهال د بلخ دروازه کې رامنځته شوې چې یوه کس په خپل لاس کې چاودېدونکي توکي لېږدول او چاودنه یې پرې کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مسوولانو ویلي چې پېښه کې د چاودېدونکو توکو له لېږدونکي پرته بل چا ته زیان نه دی رسېدلی. بل‌خوا بلخ کې روغتیايي مسوولان بیا وايي چې د چاودنې له ځای څخه ورته شپږ ټپیان وروړل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام