د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ سلام‌وطندار ته ویلي چې د پلازمېنې د ۱۷ امنیتي حوزې اړوند د خیرخانې سیمې په یوه جومات کې د پرونۍ چاودنې پرمهال ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

په ورته مهال د الجزیرې خبري شبکې بیا د کابل د یوې امنیتي سرچینې له قوله راپور ورکړی چې په دغه چاودنه کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

همداراز د کابل ایمرجنسي روغتون هم بېګاه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په دغه چاودنه کې ټپي شوي ۲۷ کسان تراوسه دغه روغتون ته وروړل شوي دي. دغه روغتون همداراز ټينګار کړی چې په وروړل شویو ټپیانو کې پنځه ماشومانو هم شامل دي چې یو یې یوازې ۷ کاله عمر لري.

ځینو سرچینو ویلي چې چاودنه د یاد جومات په محراب کې د ځای پرځای شوي ماین له امله رامنځته شوې چې د ملا امام امیرمحمد کابلي په ګډون د نوموړي یو‌شمېر زده‌کوونکي هم په وژل شویو کې دي.

خالد ځدراڼ همداراز ویلي چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي، څو د یادې پېښې عاملان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ا.ا سرپرست حکومت دغه چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده. تراوسه د یادې چاودنې مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام