کابل ښاریان: نه مو جمهوریت کې امنیت درلود او نه یې امارت کې لرو

هېواد کې تر سیاسي بدلون وروسته خلک په دې تمه و چې نور به له چاودنو او بریدونو خوندي وي، خو کابل کې وروستیو بریدونو او چاودنو ښاریان لاپسې خپل امنیت ته اندېښمن کړي دي. پرون ماښام د کابل ښار د خیرخانې «صدیقيه» جومات کې چاودنې ۲۱ کسان ووژل او ۳۳ نور یې ټپیان کړل.

امیرخان متقي: نړیوال دې افغانان د خپلې خوښې حکومت جوړېدو ته پرېږدي

کندهار کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو، د مخکیني حکومت د یو‌شمېر چارواکو او سلګونه نورو کسانو په ګډون د دیني عالمانو غونډه نن پیل شوه.

د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په دې ناسته کې شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو ګډون کړی چې پر یو لړ ملي مسایلو به خبرې وکړي.

د کابل پرونۍ چاودنه کې ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۳ ټپیان دي

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ سلام‌وطندار ته ویلي چې د پلازمېنې د ۱۷ امنیتي حوزې اړوند د خیرخانې سیمې په یوه جومات کې د پرونۍ چاودنې پرمهال ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

په ورته مهال د الجزیرې خبري شبکې بیا د کابل د یوې امنیتي سرچینې له قوله راپور ورکړی چې په دغه چاودنه کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.