هېواد کې تر سیاسي بدلون وروسته خلک په دې تمه و چې نور به له چاودنو او بریدونو خوندي وي، خو کابل کې وروستیو بریدونو او چاودنو ښاریان لاپسې خپل امنیت ته اندېښمن کړي دي.
څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت د لوړپوړي غړي رحیمالله حقاني مدرسه کې چاودنه وشوه چې د نوموړي په ګډون د یادې مدرسې یوشمېر زدهکوونکي هم پهکې ووژل شول. پرون ماښام د کابل ښار د خیرخانې «صدیقيه» جومات کې چاودنې ۲۱ کسان ووژل او ۳۳ نور یې ټپیان کړل.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
محب الله یو له هغو کسانو دی چې دغه چاودنه کې یې څلورو خپلوانو ته مرګژوبله اوښتې ده. هغه سلاموطندار ته وویل، د پرون ماښام چاودنه کې یې خوریی وژل شوی او د تره، د عمه زامن او ورور یې ټپي شوي دي.
نوموړي وویل: «کله چې دوی مو روغتون ته ورسول، له بده مرغه چې خوریي مې ساه ورکړه او له ورور او د عمه زوی څخه مې تراوسه هېڅ خبر نشته. یوازې راته وايي چې عاجله خونه کې دی.»
له دې سره د چاودنې یوشمېر عیني شاهدان وايي، د «صدیقيه» جومات خطیب او دیني عالم مولوي امیرمحمد کابلي او د هغه یوشمېر زدهکوونکي هم د چاودنې قربانیانو کې دي.
عیني شاهدان سلاموطندار ته وايي، نه په جمهوریت کې امن کې وه او نه هم اوس له پوره امنیت څخه برخمن دي. دوی اسلامي امارت څخه وغوښتل چې خلکو د امنیت تامین ته جدي پام وکړي، څو خلک تر دې زیات د دغه ډول پېښو قرباني نه شي.
د پېښې عیني شاهد نقیبالله وویل: «نه مو په جمهوریت کې امنیت و او نه هم امارت کې امنیت شته. هیله مو دا ده چې هېواد کې سوله راشي، ارامي وي. خلک یوازې د ډوډۍ پیدا کولو لپاره فکر کوي، نور فکرونه پرځای پرېږده.»
په ورته وخت کې د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ سلاموطندار ته ویلي چې دغه چاودنه کې ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.
د هغه په وینا، د اسلامي امارت ځواکونه هڅه کوي چې هر څومره ژر د دې لوی جنایت عاملین پیدا کړي او د قانون منګلو ته يې وسپاري. له بلې خوا دې چاودنې ته ځیني غبرګونونه هم ښودل شوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه چاودنه په کلکو ټکو غندلې او ویلي، د ملکيانو قاتلان او د دې ډول جنایتونو عاملین به ژر ونیول شي او د خپلو اعمالو په سزا به ورسول شي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
پخواني ولسمشر حامد کرزي او د تیر حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم دغې چاودنې ته غبرګون ښودلی او هغه یې غندلې ده.