د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ یو‌شمېر ولایتونو ته له سفر وروسته نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال په افغانستان کې د بشري‌حقونو وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او ا.ا  یې د بشري‌حقونو او امنیت په ټینګښت کې ناکام وباله.

نوموړي په یاده ناسته کې وویل چې افغانستان کې د بشري‌حقونو وضعیت اندېښمنونکی دی او ښځې له ټولنې څخه د جدا کېدو په حال کې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ریچارډ بنټ د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، هدفي وژنې، د ملکیانو تلفات، د مخکیني حکومت د  امنیتي ځواکونو، خبریالانو، قاضیانو، او مدني فعالانو نیونه او ځورونه او په ځانګړې توګه د هزاره وګړو پر وړاندې بریدونه دغه هېواد کې د بشر ضد پېښې دي.

نوموړی د اسلامي امارت سرپرست حکومت د بشري‌حقونو  په ټینګښت کې ناکام بولي او له اسلامي امارت څخه یې غوښتنه وکړه چې پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.

په همدې حال کې اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري‌حقونو د وضعیت په اړه د بنټ څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې افغانستان کې د بشري‌حقونو وضعیت د ډاډ وړ دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال  انعام‌الله سمنګاني سلام‌وطندار ته ویلي چې حکومت د بشري‌حقونو مهم مسایل حل کړي او  ځينې نور مسایل چې د نجونو د زده‌کړو په اړه دي، ډېر ژر  به حل شي.

نوموړي د ریچارډ بنټ څرګندونې له واقعیت څخه لرې بولي او ټينګار کوي چې افغانستان د بشري‌حقونو وضعیت په اړه راپورونه باید پر واقعیتونو ولاړ وي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر د افغانستان اقتصادي ناورین او د بې‌وزلۍ وضعیت اندېښمنونکی بللی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام