افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت څېړنې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنېټ ویلي، دغه هېواد کې دې پر ملکیانو بریدونه ودرول شي.

نوموړي پرون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په مزارشریف کې د «سه‌دکان» جومات څخه یې لیدنه کړې ده. پر دغه جومات نږدې یوه میاشت وړاندې مرګونی برید شوی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر د یادې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي شریکه کړې او دا برید یې د هزاره لمونځ کوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی او بوږنوونکې پېښه یاده کړې ده.

نوموړي ټينګار کړی چې پر ملکیانو باید بریدونه ودرول شي او عاملان یې عدالت ته راکاږل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مزارشریف د روضې شمال ته پر «سه‌دکان» جومات برید کې څه باندې ۳۰ کسان وژل شوي وو او له ۸۰ ډېر ټپیان شوي وو. ویل کېږي دغه جومات د شیعه‌ګانو اړوند و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام