Asset 1SWN

سرفرازاحمد بګټی: د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه کړي

1722666-SarfarazBugti-1527667009

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفرازاحمد بګټی وايي، د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي وسله‌والو د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کړي دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي چې نوموړي د روانې وږي میاشتې په نولسمه په یوه خبري غونډه کې ویلي چې ا.ا د دوحې هوکړه‌لیک ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر وړاندې نه کارېږي، خو اوس یې پر دې ژمنې عمل نه‌دی کړی.

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لنډمهالي وزیر جلیل‌عباس جیلاني هم د شنبې په ورځ د خبري غونډې پر مهال له اسلامي امارت څخه غوښتي و چې د پاکستاني طالبانو تحریک په ګډون، د هغو ډلو د ځپلو لپاره لاس په‌کار شي چې د ده په وینا، په افغانستان کې فعالیت کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

پاکستاني چارواکو په تېرو دوو کلونو کې په پرله‌پسې توګه ورته څرګندونې کړي، خو اسلامي امارت بیا تل د هغوی څرګندونې بې‌بنسټه بللي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره د هېڅ ګاونډي پر وړاندې نه‌ده کارول شوې او نه به هم دوی اجازه ورکړي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکي بیا د پاکستاني چارواکو پر دغو څرګندونو نیوکه کوي او وايي، په یاد هېواد کې روان وضعیت د پاکستان حکومت او پوځ د سیاستونو پایله ده او په‌کار ده چې خپلې ستونزې خپله کړي.

د سیاسي چارو شنونکی محمود اضطرابي وايي: «په اصل کې له داسې وضعیت سره مخامخ دی چې خپل چلن او سیاستونو یې خپله لمن نیولې، خو هڅه کوي چې د خپل بام واورې د نورو بام ته ور وغورځوي. دولتونه تل له مسوولیت څخه د تېښتې لپاره هڅه کوي چې پړه پر نورو ور واچوي.»

دا داسې مهال ده چې د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ له نښتې وروسته د تورخم دروازه له پنځو ورځو راهیسې د هر ډول تګ‌راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې مسلې د هواري غوښتنه کړې او له پاکستانه یې غوښتي چې د ښه ګاونډیتوب پر ضد له داسې اقداماتو لاس واخلي.

خو شنونکي ټینګار کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو دوام د دواړو هېوادونو د وګړو په زیان دی او باید شته ستونزې او اختلافات له ډیپلوماټیکو لارو هوار شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سیاسي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی وايي: «ډیپلوماټیکو اړیکو او هغو لاروچارو چې پاکستان ته پرې قناعت ورکړلی شوو، څو نور د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي او دسیسې جوړې نه کړي، تر اوسه ګټه نه‌ده کړې.»

د راپورونو پر بنسټ، د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد نهه امنیتي ځواکونه ووژل او دوه پوستې یې ترې ونیولې. دا پېښه لامل شوه چې پاکستاني چارواکي یو ځل بیا پر افغانستان خوله را خلاصه کړي او ورته د نیوکې ګوته ونیسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام