د افغان ښځو د وزګارتیا او ناچارۍ تلپاتې رنځ؛ «هره ورځ تدریجي مرګ تجربه کوم»

په افغانستان کې له ټولنیز ژوند څخه د افغان ښځو څنګ ته کولو په تړاو د خوړو نړیوال پروګرام اندېښنې سره هم‌مهاله، یوشمېر افغان ښځې چې په تېرو دوو کلونو کې یې دندې له لاسه ورکړي وايي، له ټولنې څخه ګوښه کېدو یې پر اقتصادي، ټولنیز او اروايي ژوند ناوړه منفي اغېزې کړي او هره ورځ تدریجي مرګ تجربه کوي.

سرفرازاحمد بګټی: د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه کړي

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفرازاحمد بګټی وايي، د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه کړي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د نوموړي له خولې لیکلي چې اسلامي امارت د دوحې هوکړه‌لیک کې پر کړیو ژمنو عمل نه‌دی کړی. هغه وايي، ا.ا ژمنه کړې وه چې افغان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارېږي.

د سالنګ لویه لاره نن تر نامعلومې نېټې وتړل شوه

د ټولګټو چارو وزارت مسوولان وايي چې د سالنګ لویه لاره یې نن یکشنبه د وږي ۱۹مه د هر ډول موټرو د تګ‌راتګ پرمخ وتړله.

د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده لویه لاره به د بیارغونې چارو تر بشپړېدو تړلې وي.