Asset 1SWN

بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته: د تورخم دروازې تړل د ښه ګاونډيتوب خلاف کړنه ده

border

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له لوري د «تورخم دروازې» تړل‌کېدل او پر افغان ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیتوب خلاف کړنه ده.

دغه وزارت بېګاه ناوخته په یوې خبرپاڼه کې اندېښنه ښودلې چې د تورخم دروازې تړل‌کېدو له امله به د دواړو هېوادونو سربېره د سیمې سوداګري اغېزمنه او سوداګرو یې له مالي زیانونو سره مخ کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «له دې وړاندې بلوچستان ایالت کې د افغان سوداګرو په انځرو بار لارۍ چې د واګه بندر پر مسیر هندوستان ته پر لاره وه، د پاکستاني پولیسو پوستې ته نږدې وسوځول شوه چې لوی تشویش او بې‌اعتمادي یې رامنځته کړه.»

د خپرې شوې خبرپاڼه له مخې، د تېرې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ پاکستان وروسته له هغې د تورخم دروازه وتړله چې پاکستاني پوځ پر افغان ځواکونو ډزې وکړې. افغان ځواکونه یاده سیمه کې د یوې پوستې پر بیارغونه بوخت و چې کال وړاندې جوړه شوې وه.

په ورته مهال بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه چې د پاکستان حکومت دې وروستیو کې د افغان سوداګرو سلګونه کانټینره توکي د «Sensitiv List» په پلمه کراچۍ بندر کې درولې دي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپانه کې راغلي: «له بده‌مرغه د ټولو پخوانیو ژمنو خلاف او حاکم عرف او د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د تعهداتو پر خلاف، پاکستاني لوري ډېری وخت د کراچۍ بندر کې ستونزې رامنځته کوي او د افغان کرنیزو حاصلاتو او مېوو د رسېدو پر مهال په نه توجیه‌کېدونکو پلمو دروازې تړي چې د وروڼو ولسونو او هېوادونو ترمنځ فاصلې زیاتوي.»

یاد وزارت همداراز ویلي، د دروازې له تړل‌کېدو سره هم‌مهاله دواړو لوریو ته جنازې، د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ‌شمېر مسافر بند پاتې چې په وینا یې، د توجیه وړ نه دی.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د افغانستان حکومت د خبرو له لارې د ستونزو پر حل ټينګار کوي او زیاته کړیې ده چې د پاکستان دغه شان کړنې به د افغانستان، سیمې او د دغه هېواد اقتصاد چې اوس پر صادراتو ولاړ دی، هم زیانمن کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې پر پاکستان غږ کړی چې اجازه دې نه ورکوي، څو سیاسي مسایل دې اقتصاد، سوداګري او د خلکو د تګ‌راتګ بهیر زیانمن کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام