ګڼ‌شمېر سوداګر او هېوادوال وايي چې د پاکستان له لوري د تورخم دروازې په تړل کېدو سره له ګڼو مالي او نورو ستونزو سره مخامخ شوي او په خبره یې، یاده دروازه د څلورمې ورځې لپاره هم تړلې پاتې شوه. د دوی په وینا، نه یوازې ناروغان دغه هېواد ته له ورتګ پاتې دي، بلکې د ګڼو سوداګرو سوداګریز مالونه هم بند پاتې دي او سخت مالي زیانونه ورته رسېدلې دي.

د سالارزي په نوم یو مسافر چې ناروغ ورسره دی او د درملنې لپاره يې پاکستان ته د بیولو نیت کړی و وايي، د لارې تړل کېدو له کبله یې په تورخم کې انتظار څلورمې ورځې ته ورسېد.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه زیاتوي: «ما سره ناروغ دی. غوښتل مې چې پاکستان ته ولاړ شم، خو لاره تړلې ده او دا څلورمه ورځ ده چې دلته ایسار پاتې یم. که لاره خلاصه نه‌شي، زما په ګډون به ګڼ‌شمېر خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.»

په همدې حال کې یو موټرچلوونکی محمداصف وايي، د لارې تړل کېدو له کبله یې د انګورو بار موټر له تورخم دې غاړې پاتې شوی او ډېر مالي زیانونه ورته رسېدلي دي. نوموړی وايي:«موږ زیات زیان ولید. نن څلورمه ورځ ده، زموږ مالونه خراب شول. که لاره خلاصه نه کړي، تر دې به هم زیات زیان ووینو.»

د ننګرهار یو اوسېدونکی ساحل بیا وايي، غوښتل یې چې پاکستان ته د خپل شخصي کاروبار لپاره ولاړ شي، خو د تورخم دراوزې په تړل کېدو سره له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوی دی. هغه زیاتوي: «ما غوښتل چې یو څه سامان په پاکستان کې وپېرم، خو د لارې تړل کېدو له کبله اوس هم پاتې یم.»

په ورته وخت کې د ننګرهار ځايي چارواکي هم مني چې د تورخم لارې په تړل کېدو سره سوداګر او هېوادوال له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي، خو په وینا یې، د تورخم کمیسارۍ چارواکو تر څنګ، په مرکزي کچه هم د ستونزې حل په موخه خبرې روانې دي، څو ژرترژره پېښه شوې ستونزه حل کړي. د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رییس قریشي بدلون وايي، له مېوو او سبزیجاتو لسګونه ډک موټر بېرته جلال‌اباد ښار ته را ګرځول شوي او لیلام شوي دي.

بله‌خوا په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر سرداراحمد شکېب ویلي چې د تورخم دروازې د تړل کېدو په تړاو یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت ویلي چې شکېب د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دُراني سره په لیدنه کې د تورخم دروازې د تړل کېدو په تړاو غږېدلی او دغه کار یې د دواړو هېوادونو پر زیان بللی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د تورخم دروازه تړي، بلکې تر دې مخکې یې هم څو ځله نه یوازې د تورخم، بلکې د سپین‌بولدک لاره هم د عامو افغانانو او سوداګرو پر مخ تړلي چې له کبله یې خلکو ته بې‌ساری زیانونه اوړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام