د چین ولسمشر شي‌ جین‌پینګ د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې وویل، دغه هېواد کې سوله او ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون‌ينګ د شي‌ جين‌پينګ په خبره ویلي، بېجينګ د افغانستان حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوى لري او دغه هېواد کې د سولې، ثبات او پرمختګ د هڅو ملاتړ ته ژمن دى.

شي‌جين پينګ پر ټویټر لیکلي، يو سوله‌ييز، باثباته، پرمختللی او سوکاله افغانستان د ټولو افغانانو ارمان او دا د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې په ګټه دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو درېیمه غونډه د چین «تون‌شي» ښار کې ترسره کېدونکې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان چې دې غونډه کې یې ګډون کړی ویلي، د سیمې هېوادونه باید هڅه وکړي چې افغانستان یو ځل بیا د سیاسي او پوځي جګړو په ډګر بدل نه‌شي.

د هغه په ​​وينا، د افغانستان ګاونډيو او دوستو هېوادونو ته پکار ده، چې د افغانستان د بيارغونې او پراختيا په برخه کې د ګډ کار لپاره اړین ميکانيزمونه مشخص او خپلې همکارۍ پراخې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام