Asset 1SWN

سلام وطندار

دیارلس اسټرالیايي سرتېري په افغانستان کې د جنګي جنایت په تور ګوښه کېږي

Australian-soldiers-2-220x165

اسټرالیا د دغه هېواد ۱۳ ځانګړي ځواکونه چې په افغانستان کې د جنګي جنایت او ملکیانو د وژلو له تورنو کسانو سره پرې د همکارۍ شک دی، له دندو ګوښه کوي.

د اسټرالیا د پوځ رییس وايي، دغو سرتېرو ته یې خبرداری ورکړی چې تر څوارلس ورځو پورې د دغو تورونو په اړه ځواب ورکړي، که‌نه له دندو به لرې شي.

تر اوسه روښانه نه ده چې دغه ۱۳ سرتېري څوک دي، خو د هغو ۱۹ نورو سرتېرو په ډله کې نه دي چې ښايي په افغانستان کې د ملکیانو وژلو په تور ترې څېړنې وشي.

د اسټرالیا د پوځ رییس ریک بور ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې پر خپلو سرتېرو د شته تورونو په اړه ځواب ویلو ته ژمن دی.

په افغانستان کې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه د دغه هېواد د دفاع وزارت راپور په تېره هجري میاشت کې خپور شو.

د دغه راپور پر بنسټ، د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د جګړې پر مهال ۳۹ کسان په ناقانوني ډول وژلي دي.

تر دې وړاندې هم ۱۰ اسټرالیايي سرتېري په افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور لرې شوي وو.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام