د ا.ا د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي چې له روسیې سره یې داسې یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې له دغه هېواد څخه افغانستان ته تېل، ګاز او غنم راوارد کړي.

رویټرز خبري اژانس پرون سه‌شنبه د تلې پنځمه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرس نورالدین عزیزي له قوله راپور ورکړی چې دغه تړون د لنډمهال لپاره لاسلیک شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ویلي، د دغه تړون د لاسلیک موخه له یوه نوي هېواد افغانستان ته د توکو واردات او د روسیې له لوري د تېلو، ګازو او غنمو کې د ځانګړي تخفیف ورکول په ګوته کړي دي.

نورالدین عزیزي زیاته کړې چې د دغه تړون پربنسټ به افغانستان هرکال له روسیې څخه یو میلیون ټُن پټرول، یو میلیون ټُن ډیزل، ۵۰۰زره ټُن ګاز او دوه میلیون ټُن غنم راواردوي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ټينګار کړی چې دغه تړون د یوې لنډې ازمايښتي دورې لپاره لاسلیک شوی او که دواړه لوري هوکړې ته سره ورسېدل، د دې شونتیا شته چې دغه تړون د اوږد مهال لپاره وغځول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام