پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت، د کورنیو چارو وزارت، کابل ښاروالۍ او څو نورو بنسټونو د اورلګېدنې د مخنیوي لپاره د ګډې کمېټې په یوې خبري غونډه کې هغو تېل ټانکونو ته چې له استوګنیزو مرکزونو سره نیږدې فعالیت کوي، خبردار ورکړ، که تر راتلوونکو ۲۰ ورځو د اورلګېدنې پېښو د مخنیوي لپاره د دې وزارت سپارښتنې جدي ونه ګڼي، وبه تړل شي.
د ګډې کمېټې غړی او د کورنیو چارو وزارت اړوند پېښو ته د رسېدنې او اطفایې عمومي رییس سیدنظام الدین پاچا وايي، د سوداګریزو او استوګنیزو مرکزونو او تېل ټانکونو مالکان او مسوولان باید د اطفايې، سوځېدو او بېمې تدبیرونه په پام کې ونیسي، څو تر دې ډېر د هېواد اقتصاد ته زیان ونه رسېږي.
د سلاموطندار بښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پاچا هغو تیل ټانکونو ته چې د استوګنې مرکزونو ته نیږدې فعالیت کوي خبرداری ورکړ چې تر راتلوونکو ۲۰ورځو پورې دې پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت له لوري د ټاکل شوې کمېټې له دستورالعمل سره سم د استوګنیزو سیمو د خوندیتوب او د اورلګېدنې د مخنیوي په لارو چارو کار ونه کړي، وبه تړل شي.
بلخوا د پېښو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال محمد قاسم حیدري وايي، د دوی د څار ټیمونو له بېلابېلو ناحیو لیدنه کړې او لازمې سپارښتنې یې ورته کړي او که چېرې د دوی سپارښتنې جدي ونه ګڼل شي، له سرغړوونکو سره به جدي او قانوني چلن وشي.
حیدري وايي، له اورلګېدنې د مخنیوي طرحه یې ولسمشرۍ ریاست ته وړاندې کړې چې تائید شوې او ډېر ژر به عملي شي. هغه وايي چې دا طرحه اوس یوازې په کابل کې پلي کیږي او له راتلوونکې اوونۍ به په ولایتونو کې هم پیل شي.
له اورلګېدنې د مخنیوي کمېټه داسې مهال رامنځته کېږي چې تر دې وړاندې، څو ځله په مرکز کابل او د هېواد نورو لویو ښارونو کې په بندرونو، تېل ټانکونو، استوګنیزو او سوداګریزو مارکېټونو کې لویې اورلګېدنې شوي چې ډېر مالي او ځاني زیانونه یې رامنځته کړي دي.