Asset 1SWN

د ګردېز‌-‌خوست پر لویې لارې په پنځلس میلیونه افغانۍ یو جومات جوړ شوی

جومات

د پکتیا په غلګۍ سیمه کې د ګردېز‌-‌خوست پر لویې لارې د يوه جومات د جوړېدو چارې بشپړې او د لمونځ‌کوونکو پر مخ پرانېستل شو. د دغه جومات د جوړېدو چارې نږدې دوه کاله وړاندې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په غوښتنه د مرکز ګردېز اړوند د سټو کنډو سره د يوه ترکي خصوصي شرکت په مالي لګښت پيل شوې وې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پکتيا ولايت وياند عبدالقدير احمدي وايي، پر یاد جومات چې یوه وخت کې د ۴۰۰ کسانو ځای لري، پنځلس میلیونه افغانۍ مالي لګښت راغلی او پرون شنبه په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د کورنيو چارو سرپرست وزير د جومات د پرانېستې پر مهال پر خلکو د یووالي غږ کړی او ترې غوښتي یې دي چې له خپلمنځیو اختلافونو لاس واخلي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د ا.ا له واکمنېدو وروسته د ځینو ولایتونو پر لویو لارو یوشمېر جوماتونه جوړ شو او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام