Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د ۴۰۰زره ډالرو په لګښت جومات ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

364011252_172735779157754_1758255749260621160_n

میدانوردګ کې د څلور سوه زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت یو جامع جومات جوړ او نن دوشنبه د زمري ۱۶مه د یو لړم مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د میدان وردګ چارواکي وایي چې د یاد ولایت «ټوپ دښتې» کې د کابل-کندهار لویې لارې ته څېرمه د «الفتح» په نوم یو جامع جومات جوړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د میدان وردګ له مقام څخه سلام وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه جومات د یوه ملي سوداګر «حاجي نقیب‌الله» له لوري د شاوخوا څلور سوه زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت جوړ شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه جومات په دوه پوړیز ډول په دوه جریبه ځمکه کې د یوه کال په ترڅ کې جوړ شوی چې په یو وخت د زر لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې په جوړ شوي جومات کې د مېرمنو  لپاره هم ځانګړی ځای جوړ شوی او د میدان‌وردګ د دښتې ټوپ سیمې اوسېدونکو سربېره د کابل-کندهار لوې لارې مسافر هم کولای شي چې ګټه ترې واخلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

باید وویل شي چې د یاد جومات پرانیست غونډې ته د میدان‌وردګ والي په ګډون یو شمېر لوړ پوړو چارواکو او عامو خلکو هم ګډون کړی وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام