د حج او اوقاف وزارت مسوولان وايي چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۷۲۰۰۰ جوماتونه شتون لري چې چې ۷۰۰۰ یې دغه وزارت سره ثبت دي.

د حج او اوقاف وزارت د دفتر رییس نذرالله بیان نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې دغه وزارت سره ۷۰۰۰ جوماتونه په رسمي توګه ثبت او راجسټر دي او پاتې نور یې غیررسمي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د حج او اوقاف وزارت د دفتر رییس په وینا، ټول رسمي جوماتونه د ملکي خدماتو د کارکوونکو د معاشونو اصولو سره سم معاشونه ترلاسه کوي.

د دغه وزارت مسوولانو همداراز وویل، دوی په ټول هېواد کې پر هغو جوماتونو جدي څارنه لري چې له دغه وزارت سره ثبت نه دي.

په ورته مهال د حج او اوقاف وزارت ویاند فاضل‌محمد حسیني سلام‌وطندار ته ویلي چې په ناثبت شویو جوماتونو کې به د ناقانوني کړنو مخه نیسي او تراوسه په دې اړه کوم شکایت هم نه دی ثبت شوی.

نوموړي وویل: «هڅې دا دي چې جوماتونه د پخوا په څېر خوندي او حفظ شي او د دیني او حنفي فقې د اصولو خلاف کارونه په‌کې ونه‌شي او مخه یې ونیول شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې د پخواني حکومت د حج او اوقاف وزارت بیا ویلي و چې ټول هېواد کې شاوخوا ۱۵۰زره جوماتونه شتون لري چې ۵۰۰۰۰ یې دغه وزارت سره ثبت او راجسټر دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام