پاکستان اسلامي امارت ته: نور پر موږ نیوکې ونه کړئ!
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اسلامي امارت له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې نور دې د پر دوی نیوکې نه کوي او د دواړو هېوادونو پخوانیو اړیکو ته دې زیان نه رسوي.
د پاکستان اېکسپرېس ټریبون ورځپاڼې راپور ورکړی چې د شهباز شریف حکومت له اسلامي امارت څخه غوښتي چې نور پر اسلاماباد ښکاره نیوکې ونه کړي. راپور زیاتوي چې اسلاماباد د اسلامي امارت چارواکو له رسمي او توندو نیوکو سره د مخامخېدو تمه نه لري.