د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اسلامي امارت له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې نور دې د پر دوی نیوکې نه کوي او د دواړو هېوادونو پخوانیو اړیکو ته دې زیان نه رسوي.
د پاکستان اېکسپرېس ټریبون ورځپاڼې راپور ورکړی چې د شهباز شریف حکومت له اسلامي امارت څخه غوښتي چې نور پر اسلاماباد ښکاره نیوکې ونه کړي.
د دغې ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستاني چارواکو اسلامي امارت ته دا هم ویلي چې د افغانستان د تېرو حکومتونو په څېر دې د هرې پېښې پړه پر پاکستان نه وراچوي.
دوی ویلي چې اسلاماباد د اسلامي امارت چارواکو له رسمي او توندو نیوکو سره د مخامخېدو تمه نه لري؛ ځکه په وینا یې، پاکستان بیاځلي واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د هغوی ډېر ملاتړ کړی دی.
د افغانستان پر فضا د بېپیلوټه الوتکو ګرځېدو او کابل کې د القاعده شبکې د مشر له وژل کېدو وروسته د اسلامي امارت د ځینو چارواکو او پاکستان ترمنځ ناندرۍ را پورته کړې دي.
د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد تېره اوونۍ وویل چې د امریکا بېپیلوټه الوتکې د پاکستان له خاورې افغانستان ته را ننوځي او ترې ویې غوښتل چې مخه یې ونیسي.
پاکستان د محمدیعقوب مجاهد له څرګندونو څو ساعته وروسته نه یوازې هغه رد کړې، بلکې پر نورو هېوادونو یې د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ډلو د فعالیت پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
د سلاموطندار پښتو برخه دلته وڅارئ
د راپورونو پر بنسټ، پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د اسلامي امارت تر ټولو مهم ملاتړی بلل کېږي او خپله خاوره کې یې د ا.ا چارواکو ته خوندي ځای برابر کړی و.