پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي‌ یا (تحریک طالبان پاکستان) وروستیو بریدونو ته په پام د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د یادې ډلې د بریدونو زیاتېدو اندېښمن کړي دي.

پاکستاني رسنیو نن پنج‌شنبه د تلې څوارلسمه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د ټي‌ټي‌پي‌ د زیاتېدونکو بریدونو په اړه خبرداری هم ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې راتلونکو ورځو کې به ټي‌ټي‌پي‌ او ترې جلا شوې ډلې د خپلو وژل شویو مشرانو د غچ اخېستلو په موخه بریدونه زیات کړي او په وینا یې، پاکستانی حکومت هم له دې موضوع خبر دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې له ټي‌ټي‌پي‌ سره د حکومت د سولې‌ خبرو په ناکامېدو سره به یاده ډله له افغانستان څخه شمالي او سوېلي وزیرستان ته د راتلو هڅه وکړي.

خبرپاڼه کې همداراز د ایران او پاکستان پر پوله او خېبرپښتونخوا ته د ټي‌پي‌ټي‌ د وسله‌والو پر ورتګ هم اندېښنه ښودل شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه زیات شوي چې د ډېری بریدونو مسوولیت هم ټي‌ټي‌پي‌ پر غاړه اخېستی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام