Asset 1SWN

سلام وطندار

بېلتون‌پاله بلوڅان: د پاکستان پنځه پوځیان مو ووژل

BLA-pvkkf5g7oaxv799efe5mx6k0xnil568bz8tojpo4ug

د بلوچستان د بېلتون‌پاله بلوڅو (بي‌‌ا‌ِل‌ای) د پوځ ویاند آزاد بلوڅ ادعا کوي چې د پاکستان پنځه پوځیان یې وژلي دي.

د نوموړي په وینا، ځواکونو یې پرون جمعه د بلوچستان ایالت په «کوهلوای» سیمه کې د پاکستان د استخباراتو یو پټن‌ځای الوځولی دی.

آزاد بلوڅ وايي، د پاکستان د استخباراتو ځواکونو د خوږو یو پلورنځی د خپل پټن‌ځای په توګه غوره کړی و، خو په خبره یې، د بېلتون‌پاله بلوڅو د پوځ استخباراتي څانګې هغه په نښه او بیا والوځوه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاتوي چې په یاده چاودنه کې یې د پاکستان پنځه پوځیان وژلي دي.

د پاکستان پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د راپورونو پر بنسټ، د بلوچستان د بېلتون‌پاله بلوڅو پوځ تېره اوونۍ د پاکستاني پوځ د یوې چورلکې د را غورځولو مسوولیت هم پر غاړه واخیست. په دې پېښه کې شپږ پاکستاني پوځیان ووژل شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام