پاکستاني رسنیو ویلي چې پرون سه شنبه د (وږي ۲۲) د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند په کُرمه کې د یوه وسلهوال برید پرمهال درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
رسنیو د دغه هېواد د پوځ له قوله راپور ورکړی چې برید له ډیورنډ کرښې هاخوا د افغانستان له خاورې شوې دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال «ټيټيپي» د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې وسلهوالو یې د کُرمې په خرلاچي سیمه کې درې پاکستاني پوځیان وژلي دي.
بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر رانا ثنالله دغه برید غندی او د افغانستان له سرپرست حکومت یې غوښتنه کړې چې پر ډیورنډ کرښه د ترهګرو مخه ونیسي.
د افغانستان سرپرست حکومت تراوسه د دغو پاکستاني چارواکو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې دغه تورونه رد کړي.