پاکستان کې د چاودنې له امله د دغه هېواد ۲۳ سرتیري ټپیان شوي

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند د ډېره‌اسماعیل خان په چهکان سیمه کې د دغه هېواد د پوځ د موټرو پر کاروان د چاودنې له کبله ۲۳ سرتیري ټپیان شوي دي.

پاکستاني رسنیو نن شنبه د مې ۲۷مه سیمه کې د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې چاودنه «نن شنبه د مې میاشتې ۲۷مه» د پوځ د موټرو کاروان سره نږدې شوې او ښايي ځانمرګی برید وي.

پاکستان کې د یوه وسله‌وال برید پرمهال درې پوځیان وژل شوي

پاکستاني رسنیو ویلي چې د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند په کُرمه کې د یوه وسله‌وال برید پرمهال درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. په ورته مهال «ټي‌ټي‌پي‌» د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې وسله‌والو یې د کُرمې په خرلاچي سیمه کې درې پاکستاني پوځیان وژلي دي.