Asset 1SWN

پاکستان کې د چاودنې له امله د دغه هېواد ۲۳ سرتیري ټپیان شوي

180424202017-01-quetta-attack-0424

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند د ډېره‌اسماعیل خان په چهکان سیمه کې د دغه هېواد د پوځ د موټرو پر کاروان د چاودنې له کبله ۲۳ سرتیري ټپیان شوي دي.

پاکستاني رسنیو نن شنبه د مې ۲۷مه سیمه کې د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې چاودنه «نن شنبه» د پوځ د موټرو کاروان سره نږدې شوې او ښايي ځانمرګی برید وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پولیسو تراوسه په کره‌ توګه د ځانمرګي برید خبر نه دی تایید کړی، خو زیاته کړه یې ده چې دغه برید د یوه موټرسایکل سپاره کس له لوري شوی دی.

تراوسه د یاد برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په یاده سیمه کې له دې مخکې د شویو یو‌شمېر بریدونو مسوولیت «ټي‌ټي‌پي‌» پر غاړه اخیستی دی.‌

په ورته مهال سیمه کې پولیسو رسنیو ته ویلي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د پوځ د موټرو کاروان له سوېلي وزیرستان څخه د ډېره‌اسماعیل خان پر لورې روان و.

دغه چاودنه کې ۲۳ سرتیري ټپیان شوي چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی. له چاودنې وروسته سیمې ته ګڼ‌شمېر امنیتي ځواکونه رسېدلي او د پلټنې عملیات یې پیل کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه برید داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د پاکستان په یو‌شمېر سیمو کې د دغه هېواد د پوځ او امنیتي منسوبینو پر وړاندې وسله‌والو بریدونو زوراخیستی چې د یاد هېواد د حکومت سربېره یې خلک هم اندېښمن کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام