Asset 1SWN

پاکستان کې ځانمرګی برید؛ د سرتېرو په ګډون اته کسان ټپیان شوي

Pakistani security officials cordon off the site of a suicide bombing attack in Quetta on April 24, 2018.
At least six policemen were killed and 15 security personnel were wounded on April 24 when three suicide bombers blew themselves up in quick succession in southwest Pakistan, officials said. / AFP PHOTO / BANARAS KHAN

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې د دغه هېواد د پوځ  د موټرو پر کاروان د ځانمرګي برید له کبله پنځه سرتیري او درې ملکیان ټپیان شوي دي.

پاکستاني رسنیو نن سه‌شنبه د مې میاشتې په ۱۶مه راپور ورکړی چې پېښه پرون دوشنبه د مې پر ۱۵مه نېټه هغه مهال رامنځته شوې چې یوه پلي ځانمرګي بریدګر د پوځیانو موټرو ته نږدې خپل ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سیمه کې پولیس چارواکو رسنیو ته ویلي چې د پېښې ټپیان یې د میرام‌شاه پوځي روغتون ته لېږدولي او په وینا یې، د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

بل‌خوا د تحریک طالبان پاکستان ډلې رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د برید مسوولیت منلی دی. یادې ډلې ادعا کړې چې ځانمرګی برید کې یې د پاکستان د پوځ درې پوځیان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ دا په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې دویم ځانمرګی برید دی چې کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې د فبرورۍ په ۱۱مه یوې امنیتي پوستې ته نږدې د پاکستان د امنیتي ځواکونو د موټرو پر کاروان د ځانمرګي برید له کبله درې پوځیان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان وو. د یاد برید مسوولیت هم ټي‌ټي‌پي‌ پر غاړه اخیستی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام