د افغانستان نړیوال نندارتون پای؛ حنفي: نړیواله ټولنه دې په صنعت او سوداګرۍ کې همکاري وکړي

د رییس‌الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان د یواوونیز نړیوال نندارتون په وروستۍ ورځ د نړۍ له هېوادونو څخه وغوښتل چې د صنعت او سوداګرۍ برخو تر څنګ، د کوکنارو د بدیل کښت برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي. په ورته وخت کې یوشمېر صنعت‌کاران او د سوداګرۍ او صنعت برخو مسوولان له اسلامي امارت څخه غواړي چې د دوی پر وړاندې شته ننګونې، په ځانګړې توګه د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي.

یونېسف: د روان میلادي کال تر پایه به ۲۱۰۰۰ محلي ټولګي جوړ کړو

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې اداره (یونېسف) وايي چې افغانستان کې د ماشومانو د روزنې لپاره به د روان ۲۰۲۳ میلادي کال تر پایه د محلي ټولګیو شمېر ۲۱۰۰۰ ته لوړ کړي.

د دغه بنسټ په وینا، دا د یاد سازمان د چټکو زده‌کړو د پروګرام یوه برخه ده چې د افغانستان هغو سیمو کې تطبیقېږي چې دولتي ښوونځي ترې لرې، یا یې نجونې او هلکان په پراخه کچه له زده‌کړو محروم دي.

یوناما: ۶۰سلنه کورنۍ د اوبو کمښت سره مخ دي؛ خلک: حکومت دې یې غم وخوري

په افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي «یوناما» پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې اقلیم بدلون دغه هېواد د اوبو پر سرچینو منفي اغېزې کړي او د څښاک پاکو اوبو ته یې د خلکو لاسرسی ستونزمن کړی دی. د دغه بنسټ په وینا، تېر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د هغو کورنیو شمېر چې افغانستان کې د اوبو له کمښت سره مخ وې، ۶۰سلنې ته رسېږي.

بادغیس کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې

د بادغیس امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه ۱۹کلن ځوان له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته ځان‌وژنه کړې ده.

پېښه پرون دوشنبه د غويي ۲۵مه د یاد ولایت د جوند ولسوالي اړوند «ګزستان» کلي کې رامنځته شوې ده.

ای‌پي‌اېل لیګ؛ لکناو لوبډله له ممبی سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن ماښام لکناو سوپر جاینټز لوبډله له ممبی انډیینز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶:۳۰ «سه‌شنبه د مې ۱۶مه» د لکناو په کورني لوبغالي «بهارت رتنا شري اتل بېهاري وجپايي ایکانا» لوبغالي کې ترسره شي.

نیوزیلنډ کې اورلګېدنه؛ شپږ کسان مړه شوي

د نیوزیلنډ په ویلېنګټون ښار کې د یوې څلورپوړیزې لیلیې ودانۍ کې د اورلګېدنې له کبله شپږ کسان مړه شوي دي.

د یو‌شمېر نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، پېښه نن سه‌شنبه د مې ۱۶مه رامنځته شوې ده. د راپورونو پر بنسټ، ژغورونکو ډلو له یادې ودانۍ څخه څه باندې ۵۰ کسان ژغورلي او یوولس کسان لا درکه دي.

له پاکستانه د سپین‌بولدک له لارې درېوو ورځو کې ۱۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د سپین‌بولدک له لارې له پاکستان څخه په تېرو درېوو ورځو کې ۱۴۲ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

د کندهار د والي ویاند حاجي عزیز سلام‌وطندار ته ویلي چې د روانې غويي میاشتې په ۲۳مه، ۲۴وه او ۲۵مه ۱۴۲ کورنۍ چې ټول ۸۶۰ کسان کېږي، بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دایکندي کې د درېوو جلا پېښو پر مهال درې کسان مړه شوي

د دایکندي د امنیې قومنداني ویاند غلام‌علي جاوید سلام‌وطندار ته ویلي، لومړۍ پېښه چې نن سه‌شنبه د غویي ۲۶مه د یاد ولایت د سنګ‌تخت‌وبندر ولسوالي د «دهن‌بورګه» ولسوالي په یوه کان کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې، پر مهال یې یو کارګر وژل شوی دی.